د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د پوهنې وزارت چې د ښځینه ښوونکو د معاشونو ورکړه تر راتلونکې خبرتیا پورې ځنډولې ده.
د دغه وزارت له خوا په یوه خپاره شوي مکتوب کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی، راغلي چې د ښوونکو د معاشونو ورکول تر هغه وخته پورې ځنډول شوي چې د ښځینه کارکوونکو د معاشونو د ۵۰۰۰ افغانیو د کمولو پریکړه نه وي شوې.
دا لیک د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست حبیب الله اغا لاسلیک کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو مشر امر کړی، چې د دولتي ادارو د ټولو ښځینه کارکوونکو معاشونه دې پنځه زره افغانۍ ورکړل شي.
ویل کیږي چې د ښوونکو معاشونه د نړیوالو بنسټونو په مالي مرسته ورکول کیږي.
جمهورخبري آژآنس