اروپا له افغانستان سره ۹۸ ټنه درمل او طبي تجهیزات مرسته وکړه

11 سرطان 1403 ساعت 8:09

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشره رافیله ادیس وايي، اروپايي ټولنې ۹۸ ټنه درمل او طبي وسایل کابل ته لېږدولي دي.


په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشره رافیله ادیس وايي، اروپايي ټولنې ۹۸ ټنه درمل او طبي وسایل کابل ته لېږدولي دي.

اغلې ایډیس په خپل اېکس پاڼه لیکلي چې "دا مرسته به نه یوازې د خوارځواکۍ ماشومانو سره مرسته وکړي بلکې د وروستیو سیلابونو ټپیانو او قربانیانو سره هم مرسته وکړي."

د اروپايي ټولنې د پلاوي چارواکي ټینګار کوي چې د روان کال د مې په میاشت کې ویجاړونکو سېلابونو د افغانستان په شمالي او مرکزي سیمو کې خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د دوی په وینا، له ۲۰۲۱ کال څخه تر اوسه پورې د ازوپا اتحادیې په ۳۶ بشري الوتنو کې ۱۷۵۰ ټنه مرستندویه توکي افغانستان ته لېږدولي دي.

خبرگزاری جمهور


د مطلب کود: 173858

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173858/

جمهور
  https://www.jomhornews.com