د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند او مشر ذبیح الله مجاهد د دوحې تر غونډې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې او ازبکستان جمهوریت له ځانګړي استازي سره وکتل.
د طالبانو د ډلې ویاند نن یکشنبه (د سرطان ۱۰مه) په خپله فسبوک پاڼه کې لیکلي چې نن مو له ضمیر کابلوف سره مهمه ناسته درلوده، چې د افغانستان او روسیې د اړیکو پر پراختیا مو خبرې وکړې.
نوموړي په یوه جلا ټویټ کې لیکلي چې د افغانستان لپاره یې د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره هم وکتل.
هغه لیکلي چې ازبکستان او طالبان په ګډه یو شمېر اقتصادي پروژې لري او ازبکستان د دوحې په غونډه کې د طالبانو د امارت له دریځه خپل ملاتړ اعلان کړ.
جمهورخبري آژانس