ترکمنستان د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته خپل چمتووالی اعلان کړ
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سږ کال د غونډې لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.
دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال احمد ګربانوف او د افغانستان لپاره د چین استازي جوشیا یونګ د دغې غونډې پر څرنګوالي خبرې وکړې.
اعلامیه زیاتوي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دوستۍ او ښه ګاونډیتوب د اصولو په نظر کې نیولو سره د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره د بشپړ ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.
ګربانوف دغه راز وویل، ترکمنستان د افغانستان د ثبات لپاره نړیوالې غونډې مهم ګڼي.
ټاکل شوې په څو ورځو کې د دوحې غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د یادو هېوادونو د ځانګړيو استازو او د طالبانو د استازو په ګډون جوړه شي.
ویل شوي چې د دوحې له غونډې مخکې او وروسته پلان لري چې له ښځینه فعالانو او د افغانستان د مدني ټولنې له ډلو سره سلا مشورې وکړي، خو دوی به په هغو غونډو کې ګډون ونه کړي چې طالب چارواکي پکې حضور ولري.
د دوحې په غونډه کې د ملګرو ملتونو دغه کړنه د بشري حقونو د مدافعینو له خوا په پراخه کچه انتقاد شوې ده.
جمهورخبري آژانس