د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د طالبانو د استخباراتو عمومي مشر ادعا وکړه چې یو زیات شمېر هېوادونه له دې ډلې سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دي.
د طالبانو تر ولکې لاندې ارګ نن یکشبنې د چنګاښ ۱۰ مه په یوه بیان کې ویلي، د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو له عمومي رییس مولوي عبدالحق وثیق سره کتلي دي.
سراج الدین حقاني او عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو ته خپل وروستي سفرونه او د هغه هېواد له چارواکو سره لیدنې د اړیکو د پراختیا لپاره مهمې وبللې.
دوی ادعا وکړه چې یو زیات شمېر هېوادونه له اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دي.
طالبانو ویلي چې د ادارو تر منځ ښه همغږي او پراخ امنیتي پلان خلکو ته ډاډمن امنیت برابر کړی دی.
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت د هر اړخیزې سیاسي تګلارې په رڼا کې له ټولو هېوادونو سره د اړیکو پراخول غواړي.
نوموړي زیاته کړه چې د مثبتو تعاملاتو په پایله کې له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې مخ په پراختیا دي او دا د اسلامي نظام د سیاسي پرمختګ ښکارندويي کوي.
د طالبانو د ډلې د چارواکو دغه ادعاوې په داسې حال کې مطرح کېږی چې تراوسه په افغانستان کې د دغې ډلې واکمني هېڅ هېواد په رسمیت نه ده منلې او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان په نړۍ کې منزوي دی.