۰
رینا امیري:

زه به د دوحې په غونډه کې د افغان مېرمنو اندېښنې مطرح کړم

یکشنبه ۱۰ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۸
د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د دوحې په غونډه کې به د افغان ښځو او بشري حقونو د فعالانو اندېښنې مطرح کړي.
زه به د دوحې په غونډه کې د افغان مېرمنو اندېښنې مطرح کړم
د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د دوحې په غونډه کې به د افغان ښځو او بشري حقونو د فعالانو اندېښنې مطرح کړي.

مېرمن امیري تېره شپه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په تېرو درېیو اونیو کې یې په هېواد کې دننه او بهر د افغان ښځو او بشري حقونو له یو شمېر شبکو سره خبرې کړي او خپلې اندېښنې او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړي دي.

هغه وویل، "ما دا مسایل له 20 څخه زیاتو هیوادونو او ملګرو ملتونو سره شریک کړي دي او زه به یې د دوحې په 3 غونډه کې پورته کړم."

سره له دې، د افغانستان ښځینه فعالانو او د بشري حقونو سازمانونو مېرمن امیري ته ویلي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه د تصمیم نیونې په فورمونو کې باید د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو بشپړ تنوع شامل وي، څو د افغانانو په سترګو کې مشروعیت ولري. "

د دوی په وینا د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته باید لومړیتوب ورکړل شي او افغان اتباعو په ځانګړې توګه ښځو ته باید د ځان د دفاع فرصت ورکړل شي.

اغلې امیري زیاته کړه، "موږ به د دوحې-۳ ناستې په ترڅ کې او وروسته په پراخه کچه سلا مشورو ته دوام ورکړو ترڅو د ښځو او [افغانستان] مدني ټولنې د ګډون لپاره د یوه ټول شموله چوکاټ ملاتړ وکړو."

هغه زیاته کړه، په پای کې د افغانستان د سولې، امنیت او ثبات پر وړاندې شته ننګونې د ښځو او مدني ټولنې له ونډې پرته نه شي حل کېدای.

ټاکل شوې په څو ورځو کې د دوحې غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د یادو هېوادونو د ځانګړيو استازو او د طالبانو د استازو په ګډون جوړه شي.

ویل شوي چې د دوحې له غونډې مخکې او وروسته پلان لري چې له ښځینه فعالانو او د افغانستان د مدني ټولنې له ډلو سره سلا مشورې وکړي، خو دوی به په هغو غونډو کې ګډون ونه کړي چې طالب چارواکي پکې حضور ولري.

د دوحې په غونډه کې د ملګرو ملتونو دغه کړنه د بشري حقونو د مدافعینو له خوا په پراخه کچه انتقاد شوې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي