د دوحې دریمه غونډه به نن ماښام په ۶:۴۵ پیل شي

10 سرطان 1403 ساعت 8:34

د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دوحې دریمه ناسته به نن ماښام په ۶:۴۵ پیل او د ماښام په ۸:۴۵ پای ته ورسیږي.


د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دوحې دریمه ناسته به نن ماښام په ۶:۴۵ پیل او د ماښام په ۸:۴۵ پای ته ورسیږي.

د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو وزارت د درېیمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي نن (د سرطان ۱۰) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د اجنډا له مخې به د دوحې دریمه ناسته پر ځايي وخت په 8:45 بجو پیل او  ۶:۴۵ پای ته ورسېږي.

 د غونډې په دویمه ورځ به په دوو جلا جلا غونډو کې پر دوو مسایلو خبرې وشي.

هغه څرګنده کړه، چې د غونډې په دويمه ورځ د سهار له اتو بجو څخه تر ١١ بجو پورې به لومړى بحث په مالي او بانکي بندونو او دويمه غونډه به د غونډې په دويمه ورځ له ١١:٣٠ بجو څخه د ماسپښين تر دوو بجو پورې وي. د ماسپښین په یوه بجه د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وشي او غونډه په رسمي ډول پای ته ورسېږي.

نوموړی وايي، چې له دې اجنډا وروسته د دوحې له درېيمې غونډې سره د هېوادونو د استازو ناستې پاستې هېڅ تړاو نه لري.

 


د مطلب کود: 173826

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173826/

جمهور
  https://www.jomhornews.com