د مقاومت جبهه: کابل کې مو ۲طالبان و وژل

10 سرطان 1403 ساعت 8:13

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلان وکړ چې د دغې جبهې ځواکونو په کابل کې څلور تنه وسله وال طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.


د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلان وکړ چې د دغې جبهې ځواکونو په کابل کې څلور تنه وسله وال طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.

دغه جبهه زیاتوي، چې تېره شپه ۸:۲۰ بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه نظیر په سیمه کې ۹ تنو وسله والو د طالبانو د ترهګرې ډلې د ملیشو یو موټر په نښه کړ.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه برید کې ۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د دغې ډلې ۲ تنه نور جنګیالي ټپیان شوي دي.

د مقاومت جبهې زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ملکي وګړو او دملي اردو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت جبهې بریدونه ۵۰ سلنه زیات شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173822

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173822/

جمهور
  https://www.jomhornews.com