په ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه ۷ تنه مړه او ټپیان شول

10 سرطان 1403 ساعت 7:33

د ننګرهار سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې په پایله کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ننګرهار سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې په پایله کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د شنبې په ورځ د سرطان په ٩مه، د جلال اباد ښار د اتمې ناحيې اړوند "قلعه چميار" سيمه کې رامنځته شوې ده.

د دغې نښتې په پایله کې ۳ تنه مړه او ۴ تنه نور ټپیان شول.

دغه شخړه د ځمکې د ملکیت پر سر رامنځ ته شوه.

ويل کيږي چې په وژل شويو کسانو کې د يوې کورنۍ دوه غړي او يو منځګړى دى او په ټپيانو کې يوه ښځه هم شامله ده.

سرچينې زياته کړه، چې په دې پېښه کې تورن کس له سيمې تښتېدلى دى.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173812

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173812/

جمهور
  https://www.jomhornews.com