د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلان وکړ چې د «شهید عبدالصمد کوهګدايي» د ځای ناستي په توګه یې ټاکلی دی.
دغې جبهې تېره شپه د سرطان په نهمه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د شهید عبدالصمد کوهګدايي د پلویانو له وړاندیز سره سم، له دښمن سره د مقابلې لپاره د اسلامي وجیبه او د افغانستان د ملي مقاومت د پوځي مشرتابه په منظورۍ. د نهرین د خلکو د مشروع دفاع د پیاوړتیا او پراخولو په موخه، قومندان ولید کوهګدای د مقاومت د جنګیالیو د قومندان په توګه ټاکل شوی دی.
د اعلامیې پر بنسټ، دغه ټاکنه د خلکو د لومړیتوب او دیني، وطني او اخلاقي وظیفې د تحقق او له کرامت څخه د مشروع دفاع په موخه شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې په بغلان کې د طالبانو په کمين کې دوه قوماندانان او د مقاومت د جبهې يو غړى وژل شوي وو.
جمهورخبري آژانس