د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په کابل کې درې وسله وال طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.
دغه جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا برید تېره شپه د کابل ښار په اتمه امنیتي حوزه کې د طالبانو پر پوځي کاروان شوی دی.
د خبر په اساس په دغه بریدکې ۲ تنه طالبان ووژل شول، ۱ بل ژوبل دی.
دا برید په داسې حال کې کیږي، چې دوه ورځې وړاندې هم په بغلان کې د طالبانو په کمین کې د مقاومت دوه قومندانان وژل شوي وو.
په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو هم راپور ورکړی چې د مقاومت جبهې بریدونه ۵۰ سلنه زیات شوي دي.
جمهورخبري آژانس