بدخشان کې د ځمکې ښویدنې؛ ۸ تنه مړه او ټپیان شول

9 سرطان 1403 ساعت 14:45

د بدخشان سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په یمګان ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدو په پایله کې ۸ تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي.


د بدخشان سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په یمګان ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدو په پایله کې ۸ تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د جمعې په ورځ د سرطان په ٨مه، د يمګان ولسوالۍ په "ويني" کلي کې له سېلاب وروسته رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

سرچینه دا هم وايي، چې له دې پېښې یوه ورځ وړاندې (پنجشنبه د سرطان ۷مه) د سېلابونو په پایله کې له ۳۰ ډېر د استوګنې کورونه او څه باندې ۳۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې وه.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173801

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173801/

جمهور
  https://www.jomhornews.com