د طالبانو د ډلې ویاند وايي چې دغه ډله په دوحه کې په درېیمه غونډه کې له نړۍ سره مثبت او رغنده تعامل غواړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبه (د سرطان ۹ مه) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې موږ غواړو له ملګرو ملتونو، اړوندو هېوادونو او د نړۍ د ټولو هېوادونو سره د مثبتو او رغنده تعامل له لارې ستونزې هوارې کړو. .
دغه طالبانو زیاته کړې چې موږ هڅه کوو چې د اقتصادي وضعیت د ښه والي او هر اړخیز ثبات لپاره یوه لاره ولټوو او دا د طالبانو د امارت تګلاره او دریځ دی.
ټاکل شوې چې د دوحې درېیمه غونډه سبا په قطر کې جوړه شي او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد به د یوه پلاوي په مشرۍ په دې غونډه کې ګډون وکړي.
جمهورخبري آژانس