کندز کې طالبانو یوه نجلۍ د اجباري واده د نه منلو په تور زنداني کړه

9 سرطان 1403 ساعت 10:18

په کندز ولایت کې د خلکو سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې یوه نجلۍ د اجباري واده د نه منلو په تور زنداني کړې ده.


په کندز ولایت کې د خلکو سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې یوه نجلۍ د اجباري واده د نه منلو په تور زنداني کړې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه نجلۍ چې "شايسته" نومېږي، نن د کندوز ښار د ابتدايه محکمې د جنايي څانګې د رييس مولوي رحمت الله حنفي له خوا له خپل پلار سره د څلورو ورځو لپاره په بند محکومه شوې ده.

مولوي حنفي دغې نجلۍ او د هغې کورنۍ ته خبرداری ورکړی، چې که واده ته راضي نه شي، په زور به یې واده وکړي.

ویل کیږي چې د دې نجلۍ پلار له هغه چا سره نکاح کړې وه چې تر اوسه یې نه ده لیدلې او اوس له خپلې کوژدې سره په واده راضي نه ده. خو هلک خپله لور او پلار د طالبانو په ملاتړ بندیان کړي دي.

په همدې حال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د اختلافي ودونو د لغوه کېدو په اړه د زرګونو محکمو پرېکړې باطلې اعلان شوې دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173788

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173788/

جمهور
  https://www.jomhornews.com