د طالبانو د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، وایي، عدالت او روڼتيا د خلکو د رضايت سبب ګرځي.
مولوي کبیر د انرژۍ او اوبو له سرپرست وزیر عبداللطیف منصور، د چارو ادارې له رئیس نورالحق انور او د دې ډلې د مرکزي بانک له رئیس هدایت الله بدري سره وکتل.
طالبانو نن شنبې (د سرطان په ۹ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې غونډه کې د اړوندو ادارو مسوولینو د خپلو چارو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د خلکو ستونزې به له لارې هوارې شي. د ټولو څانګو همغږي.
د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، عدالت او روڼتیا د نظام د ټینګښت او د خلکو د رضایت په برخه کې د چارو د ښه والي لامل ګرځي، چې باید جدي پاملرنه ورته وشي.
هغه زیاته کړه، د طالبانو د نظام ځانګړنه د عدالت پلي کول دي او د متوازن انکشاف په برخه کې باید ټولو هېوادوالو ته خدمات وړاندې شي.
د طالبانو د ډلې د چارواکو دغه څرګندونې په داسې حال کښې کیږی چې په افغانستان کې د دغې ډلې له واکمنی سره د هرې ورځې په تیریدو سره د دغې ډلې او خلکو ترمینځ واټن زیاتیږی.
جمهورخبري آژانس