د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو په برخه کې د ملګرو ملتونو کمېټه وايي، د دوحې له درېیمې غونډې څخه د افغان ښځو او نجونو د وتلو په اړه ژوره اندېښنه لري.
دغې کمېټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دوحې په بحثونو کې د معنوي ګډون کوونکو په توګه د ښځو د بشري حقونو د مدافعینو په ګډون د افغان مدني ټولنې نه ګډون د دې لامل کېږي چې د ښځو او نجونو حقونه په پام کې ونیول شي.
دغې کمیټې زیاته کړه، د دوحې له غونډې څخه د افغان ښځو او نجونو ایستل یوازې د دغې غونډې د اعتبار او موثریت له کمزورتیا سره مرسته کوي.
د دې کمیټې په اعلامیه کې له دغه سازمان څخه غوښتل شوي چې ډاډ ورکړي چې له طالبانو سره په خبرو کې د ښځو حقونه مرکزي رول لوبوي او د افغان ښځو او نجونو د غږ د پورته کولو او د هغوی د محرومولو لپاره به له ټولو ممکنه اقداماتو لاس واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه څو ورځې وروسته د ملګرو ملتونو په کوربه توب د یادو هېوادونو د ځانګړي استازي او د طالبانو د استازو په ګډون جوړه شي.
ویل شوي چې د دوحې له غونډې مخکې او وروسته پلان لري چې له ښځینه فعالانو او د افغانستان د مدني ټولنې له ډلو سره سلا مشورې وکړي، خو دوی به په هغو غونډو کې ګډون ونه کړي چې طالب چارواکي پکې حضور ولري.
د دوحې په غونډه کې د ملګرو ملتونو دغه کړنه د بشري حقونو د مدافعینو له خوا په پراخه کچه انتقاد شوې ده.
جمهورخبري آژانس