د طالبانو د ډلې سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د دغې ډلې له يو شمېر سيمه ييزو مسوولينو او د هېواد د بېلابېلو سيمو له قومي مشرانو او علماوو سره کتلي دي.
د طالبانو تر ولکې لاندې کلا د شنبې په ورځ (د سرطان په ۹ مه) په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې علماوو او مخورو ویلي چې خلک د طالبانو له برید او په ټول هېواد کې د امنیت له ټینګښت خوښ دي. دوی په بېلابېلو سیمو کې د پرمختیايي پروژو او فرمانونو پر تطبیق ټینګار وکړ.
مولوي عبدالکبیر ادعا وکړه چې د طالبانو امارت د خلکو له منځ څخه رامنځ ته شوی او ټولو ادارو ته لازمه ده چې له خلکو سره نږدې اړیکې ولري او د هغوی غوښتنې او ستونزې پر وخت حل کړي.
جمهورخبري آژانس