د طالبانو ډلې د دفاع وزارت د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو د ځالو په نښه کولو په اړه د پاکستان د دفاع د وزیر د څرګندونو په غبرګون کې هغه بې بنسټه وبلله.
د طالبانو ډلې د دفاع وزارت نن شنبه (د سرطان ۹ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د ملي حاکمیت (طالبانو) د سرغړونې د احتمال په اړه د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې یو ناوړه عمل او د اوبو خړولو یوه هڅه ده، چې د هیچا په ګټه نه وي.
طالبانو ویلي چې د پاکستان مشرتابه ته لازمه ده چې هیچا ته اجازه ورنه کړي چې په حساسو مسایلو کې داسې حساسې څرګندونې وکړي.
د طالبانو د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې هر هغه څوک چې په هر ډول پلمه او عنوان زموږ محرمیت تر پښو لاندې کړي د عواقبو مسوول به وي.
طالبانو زیاته کړې چې د طالبانو د امارت اصولي دریځ دا دی چې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.
باید وویل شي، چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې دوی په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه په نښه کوي.
خبرگزاری جمهور