د هوا پېژندنې ادارې په ۱۶ ولایتونو کې د باران د احتمال خبرداری ورکړی

7 سرطان 1403 ساعت 15:49

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د طالبانو تر کنټرول لاندې په ۱۶ ولایتونو کې د باران د احتمال خبرداری ورکړی دی.


د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د طالبانو تر کنټرول لاندې په ۱۶ ولایتونو کې د باران د احتمال خبرداری ورکړی دی.

دغې ادارې نن پنجشنبه د سرطان په ۷ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن او سبا په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، نورستان، کنړ، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، ننګرهار، لوګر، میدان وردګو، پکتیا ولایتونو کې… په بامیان او سمنګان کې د باران وړاندوینه شوې ده.

د اعلامیې پر بنسټ، د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو پورې وي.

په اعلاميه کې د هېواد په شمالي، لوېديځو او مرکزي ولايتونو کې د سختو بادونو د ورېدو اټکل هم شوى دى.

خبرځاى زياته کړه چې ددغو بادونو سرعت به په ساعت کې له ٥٠ تر ٨٠ کيلومترو پورې وي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173765

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173765/

جمهور
  https://www.jomhornews.com