دايکنډي کې د کانکور ازموينه د نجونو له شتون پرته واخيستل شوه

7 سرطان 1403 ساعت 15:48

د دايکنډي په ولايت کې د کانکور ازموينه د نجونو له شتون پرته واخيستل شوه.


د دايکنډي په ولايت کې د کانکور ازموينه د نجونو له شتون پرته واخيستل شوه.

د دايکنډي د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستيال نصير مخلص وويل، چې د کانکور ازموينه نن پنجشنبه د سرطان په اوومه په نيلي ښار کې د نوماندانو په کمښت سره پيل شوه.

مخلص زياته کړه، چې په دې ازموينه کې ٩٧٣ تنو نارينه وو ګډون کړى و.

د هغه په ​​وينا، په دې ازموينه کې ١٢٠٦ تنو ګډون کړى و؛ خو د امتحان په ورځ ۹۷۳ کسان حاضر وو.

ده وويل چې د ازموينې د اخيستلو بهير به د جمعې په ورځ هم دوام وکړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173763

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173763/

جمهور
  https://www.jomhornews.com