په پکتيکا کې درې تنه وسله والو طالبانو په دورو وهلي دي

7 سرطان 1403 ساعت 15:47

د طالبانو ستره محکمه وايي، د دغه ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې یې درې تنه په عام محضر کې په وهلو ډبولي دي.


د طالبانو ستره محکمه وايي، د دغه ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې یې درې تنه په عام محضر کې په دورو وهلو ډبولي دي.

دغې محکمې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کسان د چهارشنبې په ورځ د سرطان په ۶ مه د "غلا" او "ناقانونه اړیکو" جوړولو په تور په دار وځړول شول.

د اعلامیې پر بنسټ، له دغو کسانو څخه دوو کسانو هر یو ته ۳۰ دُرې او بل ته ۱۱ دُرې ورکړل شوې.

د طالبانو لخوا د تورنو کسانو فزیکي او ساحوي مجازات په ځانګړې توګه په عامو خلکو کې د بشري حقونو د سازمانونو له توند غبرګون سره مخ دي.

خو؛ طالبانو د افغانستان تر نیولو وروسته هم دا ډول کړنو ته دوام ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 173762

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173762/

جمهور
  https://www.jomhornews.com