د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی وايي، طالبانو امریکا ته په میدان او دوحه کې ماتې ورکړه.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سید رسول موسوي نن پنجشنبې (د سرطان ۷) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: «له طالبانو سره په تفاهم کې لویه تېروتنه».
هغه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مشرې مېرمن روزا اتنبایوا د یوه انځور په شریکولو سره لیکلي: د طالبانو د پرېکړو او تګلارو هرکلي نه کول او د هغوی په اړه منفي نظر هېڅ اغېز نه لري. د دې حقیقت په اړه، ځکه چې د طالبانو د پالیسي جوړونې او تصمیم نیولو مرکز خورا هوښیار او محاسبه دی.
دغه ایرانی چارواکی وایی: باور وکړئ یا نه، دوی (طالبانو) امریکا ته په میدان او دوحه کې ماتې ورکړه.
جمهورخبري آژانس