د دوحې په غونډه کې به د امریکا ځانګړي استازي ګډون وکړي

7 سرطان 1403 ساعت 12:34

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وايي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ او رینا امیري به په دوحه کې په درېیمه غونډه کې ګډون وکړي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وايي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ او رینا امیري به په دوحه کې په درېیمه غونډه کې ګډون وکړي.

میلر په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دواړه استازي چمتو دي چې د دوحې په غونډه کې له افغان ښځو او مدني ټولنو سره له بامعني خبرو وروسته ګډون وکړي.

هغه ټینګار کړی، چې امریکا په دې ناسته کې پر طالبانو فشار راوړي، چې د دوحې په تړون کې خپلې ژمنې عملي کړي.

د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري پرون په خپل ټویټر کې ټینګار وکړ چې د راتلونکې په اړه له ښځو پرته هر ډول خبرې به د افغانستان ثبات تضمین نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه په څو ورځو کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د یادو هېوادونو د ځانګړي استازي او د طالبانو د استازو په ګډون جوړه شي.

ویل شوي چې د دوحې له غونډې مخکې او وروسته پلان لري چې له افغان ښځینه فعالانو او د مدني ټولنې له ډلو سره سلا مشورې وکړي، خو دوی به په هغو غونډو کې ګډون ونه کړي چې طالب چارواکي پکې حضور ولري.

د دوحې په غونډه کې د ملګرو ملتونو دغه کړنه د بشري حقونو د مدافعینو له خوا په پراخه کچه انتقاد شوې ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173749

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173749/

جمهور
  https://www.jomhornews.com