د بامیان په یکاولنګ کې سیلابونه؛ ۱۷ تنه وژل شوي او ۱۰ تنه لادرکه دي

7 سرطان 1403 ساعت 11:57

د باميانو ځايي سرچينې وايي، د باميانو په يکاولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله ۱۷ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ورک دي.


د باميانو ځايي سرچينې وايي، د باميانو په يکاولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله ۱۷ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ورک دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سېلاب د چنګاښ د مياشتې په پنځمه نېټه د باميانو ولايت د یکاولنګ نمبر ١ ولسوالۍ د هزارچشمه، دوزدان چشمه او پدينېتو په سيمو کې له سختو اورښتونو وروسته رامنځته شو.

ويل کيږي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول قربانيان د دوو کورنيو غړي دي.

سرچينې زياته کړې، چې تر اوسه له ګېل او لاى څخه د ٧ کسانو مړي را ايستل شوي او لس نور لادرکه دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173747

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173747/

جمهور
  https://www.jomhornews.com