د ملګرو ملتونو امنیت شورا تایید کړه چې شورا د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ته متحده عربي اماراتو ته د سفر اجازه ورکړې ده.
دغې شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې حقاني د روانې هجري لمریز کال د جون له لومړۍ نیټې څخه تر پنځمې نیټې (د ۲۰۲۴ کال د جون له ۲۱ تر ۲۵) د متحده عربي اماراتو ابوظبۍ ته سفر کړی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، چې د دغه سفر موخه د امنیت، ثبات او سولې اړوند سیمه ییزو غونډو کې ګډون و.
د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا له دې وړاندې د سراج الدين حقاني او طالبانو پر درېيو نورو جګپوړو غړو سعودي عربستان ته د سفر او د حج فريضې ادا کولو لپاره د سفري بنديزونو معافيت صادر کړى و.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، د استخباراتو عمومي رئیس عبدالحق وثیق او د دغې ډلې یو له جګپوړو غړو څخه انس حقاني، مخکې د زمري په ۱۴مه (جون ۳) متحده عربي اماراتو ته تللي وو او له شیخ محمد سره یې وکتل. د دغه هیواد د حکومت له مشر بن زاید بن سلطان آل نهیان سره وکتل.
ويل کيږي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا او د هغو د پراختيا پر لارو چارو خبرې وشوې چې د دواړو هېوادونو ګډې ګټې خوندي او د سيمې په ثبات کې ونډه ولري.
امنیت شورا په خپله اعلامیه کې د دغه سفر یادونه نه ده کړې.
سراج الدین حقاني او د طالبانو یوشمېر جګپوړي غړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر بندیزونو لاندې دي او له سفره منع شوي دي.
جمهورخبري آژانس