طالب ډلې د ارغندي سب سټېشن پاتې چارې پرانیستې

7 سرطان 1403 ساعت 11:51

د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستیال اعلان کړی چې ملا برادر د کابل ولایت د ارغندي سب سټېشن د پاتې کار چارې پرانېستې دي.


د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستیال اعلان کړی چې ملا برادر د کابل ولایت د ارغندي سب سټېشن د پاتې کار چارې پرانېستې دي.

د طالبانو د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ملا برادر په دغه ولایت کې د ارغندي سب سټېشن پاتې چارې پرانیستې.

طالبانو ویلي چې دا سب سټېشن د بغلان له خواجه الوان میدان څخه د کابل ارغندي سیمې ته د ترکمنستان د برېښنا د لېږد لپاره جوړېږي او لګښت یې ۸۶۰۰ زره ډالره اټکل شوی دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې پروژې کار به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړ شي او د کابل په ګډون به د غزني، پکتیا، خوست او ننګرهار ولایتونو شاوخوا ۴۰۰ زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173743

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173743/

جمهور
  https://www.jomhornews.com