۰

کرکټ: افغان ملي لوبډله له نړیوال جام څخه ووته

پنجشنبه ۷ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۴
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې څخه په ماتې کولو سره د ۲۰۲۴ کال شل اوریزه نړیوال جام سیالیو څخه بهر شوه.
کرکټ: افغان ملي لوبډله له نړیوال جام څخه ووته
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې څخه په ماتې کولو سره د ۲۰۲۴ کال شل اوریزه نړیوال جام سیالیو څخه بهر شوه.

دغه لوبه نن پنشنبې  د سرطان په ۷ مه په ویسټ انډیز کې ترسره شوه، چې د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلېد افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د ۹ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې د افغانستان ملي لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۵۶ منډې جوړې کړې.

خو؛ د لوبې په دوهمه نیمايي کې د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف په اسانۍ سره ترلاسه کړ او یوازې د یوه لوبغاړي په له لاسه ورکولو سره یې میدان وګاټه.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره د ۲۰ اوریزه نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ورسیده.

ملي لوبډله په کوالیفاینګ پړاو او ۱۶ پړاو کې په خپلو اتلولیو {پنځو بریاو او دوو ماتو} سره دې پړاو ته رسېدلې وه.

دغې لوبډلې په لومړي پړاو او ۱۶ پړاو کې دوو پیاوړو لوبډلو نیوزیلنډ او اسټرالیا ته ماتې ورکړې وه.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي