د طالبانو د ډلې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په تیر کال کې یې په سلګونو میله وسلې او پوځي تجهیزات نیولي دي.
دغه وزارت چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ۲۰۳ تندر منصوري قول اردو د کشفي او استخباراتي راپورونو پر بنسټ د تېر کال په اوږدو کې سلګونه میله وسلې، مهمات او سپکې او درنې پوځي تجهیزات کشف او ضبط کړي دي. د دوی
طالبانو ویلي، په دغه وسلو کې ۹۷ میله کلاشنکوفونه، ۲۱ قبضې راکټ، ۹ میله پیکا، ۷ میله زیکویک، ۴ میله دهشکې، ۳ ډزه هاوان، دوه ۸۲ ملي متري توپونه، ۱۰ میله اېم پور، ۷ میله اېم ۱۶، ډول ډول ۱۲ میله نورې وسلې، ۳۳ لروینونه، او یوه زیاته اندازه مهمات او تجهیزات شامل دي.
جمهورخبري آژانس