د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقی د یوناما له مشرې میرمن روزا اتونبایوا سره وکتل او دواړو لورو د دوحې د دریمې غونډې د اجنډا په اړه خبرې اترې وکړې.
د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه بیان کې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دوحې د درېیمې ناستې پر اجنډا خبرې وکړې.
متقي وويل، چې د دوحې په درېيمه ناسته کې به د دې ډلې د وياند ذبيح الله مجاهد په مشرۍ د طالبانو پلاوى او د بهرنيو چارو، کورنيو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو استازي ګډون وکړي.
مېرمن روزا اتونبایوا هم د دوحې غونډه یو ښه فرصت وباله او ویې ویل چې دواړه خواوې باید خپل نظرونه سره شریک کړي او پر مسایلو بحث او ګټورې خبرې وکړي.
جمهورخبري آژانس