د طالبانو د ډلې د مشر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کانونو او پټرولیم، مالیې وزارت له سرپرست او د کورنیو چارو، لوړو زده کړو وزارت له معینانو او د دغې ډلې د ایترا د ادارې له رئیس سره وکتل او ویې ویل: خلکو ته باید له تعصب پرته ښه خدمات وړاندې شي.
طالبانو نن پنشنبې (د سرطان ۷ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د دغې ډلې چارواکو ویلي چې خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره کار کوي او خلکو ته خدمت کول خپل حق ګڼي.
د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، له تعصب پرته باید ټولو خلکو ته غوره خدمات وړاندې شي.
د طالبانو د ډلې د چارواکو دغه څرګندونې په داسې حال کښې مطرح کیږی چې دغې ډلې د قدرت په انحصار کښې په خلکو د دیکتاتور حکومت تحمیل کړی دی.
جمهورخبري آژانس