محقق:

اوس د دې وخت دی چې نړۍ پوه شي چې طالبان سولې ته غوږ نه نیسي

7 سرطان 1403 ساعت 8:00

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق وايي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې نړۍ پوه شي چې طالبان سولې ته غوږ نه نیسي.


د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق وايي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې نړۍ پوه شي چې طالبان سولې ته غوږ نه نیسي.

محقق پرون چهارشنبه د سرطان په ۶مه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د نړۍ د ځینو هېوادونو دوه مخي چلند د دې لامل شوی چې افغانستان یو ځل بیا طالبانو ته تسلیم شي.

هغه يادونه وکړه، چې طالبان له تېرو درېيو لسيزو د نړۍ او افغانستان له خلکو سره ښکېل وو.

محقق زیاته کړه، اوس د دې وخت دی چې نړۍ پوه شي چې دوی (طالبان) د حق او سولې خبرو ته غوږ نه نیسي.

خو؛ د هغه په ​​وينا، په تېرو درېيو کلونو کې امريکا طالبانو ته له ١٥ ميليارده ډالرو ډېره مرسته کړې ده.

باید وویل شي، چې د ویانا غونډه درې ورځې وړاندې د ۷۰ طالب مخالفو سیاسي، نظامي، فرهنګي او مدني شخصیتونو په شتون سره پیل شوه.

دا غونډه د اتریش د نړیوال انستیتیوت په نوښت د افغانستان د راتلونکي لپاره د یوې لارې نقشې د ترلاسه کولو په هدف جوړه شوې وه.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173726

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173726/

جمهور
  https://www.jomhornews.com