د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق وايي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې نړۍ پوه شي چې طالبان سولې ته غوږ نه نیسي.
محقق پرون چهارشنبه د سرطان په ۶مه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د نړۍ د ځینو هېوادونو دوه مخي چلند د دې لامل شوی چې افغانستان یو ځل بیا طالبانو ته تسلیم شي.
هغه يادونه وکړه، چې طالبان له تېرو درېيو لسيزو د نړۍ او افغانستان له خلکو سره ښکېل وو.
محقق زیاته کړه، اوس د دې وخت دی چې نړۍ پوه شي چې دوی (طالبان) د حق او سولې خبرو ته غوږ نه نیسي.
خو؛ د هغه په وينا، په تېرو درېيو کلونو کې امريکا طالبانو ته له ١٥ ميليارده ډالرو ډېره مرسته کړې ده.
باید وویل شي، چې د ویانا غونډه درې ورځې وړاندې د ۷۰ طالب مخالفو سیاسي، نظامي، فرهنګي او مدني شخصیتونو په شتون سره پیل شوه.
دا غونډه د اتریش د نړیوال انستیتیوت په نوښت د افغانستان د راتلونکي لپاره د یوې لارې نقشې د ترلاسه کولو په هدف جوړه شوې وه.
جمهورخبري آژانس