د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وايي، دغه جبهه هڅه کوي چې د افغانستان خلکو ته هیلې را وپاروي.
مسعود د ویانا د غونډې په درېیمه ورځ او پای کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې په دې غونډه کې د افغانستان د بېلابېلو برخو استازو او ښځو ګډون کړی و.
هغه وویل چې د ویانا څلورمه غونډه په افغانستان کې د کړکیچ د پای ته رسولو لپاره د لارې نقشې د موندلو په موخه جوړه شوې وه.
د هغه په وينا، په ويانا کې غونډه پراخه او هر اړخيزه ده او پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.
ښاغلي مسعود ټینګار وکړ چې د ویانا په راتلونکې غونډه کې به هم د خبرو د دوام او خپل اصلي هدف ته د رسېدو لپاره هڅې وشي.
د یادولو ده، چې د ویانا غونډه درې ورځې وړاندې د ۷۰ طالبانو ضد سیاسي، نظامي، فرهنګي او مدني شخصیتونو په شتون سره پیل شوه.
دا غونډه د اتریش د نړیوال انستیتوت په نوښت جوړه شوې وه.
جمهورخبري آژانس