د خوړو نړیوال سازمان:

په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره لږه بودیجه لرو

7 سرطان 1403 ساعت 7:57

د خوړو نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره لږه بودیجه لري او یوازې له یو میلیون کسانو سره مرسته کولای شي.


د خوړو نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره لږه بودیجه لري او یوازې له یو میلیون کسانو سره مرسته کولای شي.

دغه سازمان پرون چهارشنبه د سرطان په ۶مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۱۲ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري؛ خو دغه سازمان یوازې د روان کال تر اکتوبر میاشتې پورې له شاوخوا یو میلیون کسانو سره مرسته کولای شي.

د اعلامیې پر بنسټ د خوړو نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د اړمنو خلکو د پاملرنې لپاره عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، سږ کال به په افغانستان کې شاوخوا ۲۴ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، له دې جملې څخه ۱۷ میلیونه کسانو ته د مرستو لومړیتوب ورکول کېږي، چې ۳.۰۶ میلیارده ډالرو مرستو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173724

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173724/

جمهور
  https://www.jomhornews.com