۰
د روغتیا نړیوال سازمان:

افغانستان کې مو ۷۳۷ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي

پنجشنبه ۷ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۵۶
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د یوه کال په موده کې یې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې ۷۳۷ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
افغانستان کې مو ۷۳۷ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د یوه کال په موده کې یې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې ۷۳۷ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

دغه سازمان پرون چهارشنبه د سرطان په ۶مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه خدمات د قطر د پراختیايي صندوق په مرسته د ۱۱۳ مرکزونو له لارې وړاندې کېږي.

د دغه راپور پر بنسټ، په چمتو شویو خدمتونو کې ۳۳۰ بنسټیز روغتیايي کیټونه، اړین درمل او طبي وسایل شامل دي، چې د افغانستان په ناامنه سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي د ښه والي په موخه د یوه لوی نوښت په توګه روغتیايي مرکزونو ته وویشل شول.

په راپور کې راغلي، چې ۵۱۶۰۰۰ ښځو او ۲۲۱۱۰۰ نارینه له دې خدمتونو ګټه پورته کړې، چې ۵۱ سلنه یې له ۲۴ کلونو کم عمر لري.

دغه راز د روغتيا نړيوال سازمان وويل، چې د دغه پروګرام بله برخه د ظرفيتونو پر لوړولو متمرکزه وه، چې د روزنيزو ورکشاپونو له لارې يې ٤٠٢ روغتيايي متخصصين روزلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه روزنیز ورکشاپونه د بغلان، فراه، غور، هلمند، نورستان، پکتیکا، سمنګان، تخار، میدان وردګو او زابل په ګډون د افغانستان په لسو ولایتونو کې د روغتیايي کارکوونکو لپاره په لاره اچول شوي وو.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي