بدخشان:

طالبانو د خاش د یو شمېر اوسېدونکو پر کورونو بریدونه کړي دي

6 سرطان 1403 ساعت 14:45

د بدخشان سیمه ییزې سرچینې وايي، طالب جنګیالیو د دغه ولایت د خاش ولسوالۍ د یو شمېر اوسېدونکو پر کورونو بریدونه کړي، چې دوی یې وهلي او ټپیان کړي دي.


د بدخشان سیمه ییزې سرچینې وايي، طالب جنګیالیو د دغه ولایت د خاش ولسوالۍ د یو شمېر اوسېدونکو پر کورونو بریدونه کړي، چې دوی یې وهلي او ټپیان کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن چهارشنبه د سرطان په شپږمه د بدخشان ولايت د خاش ولسوالۍ په "کارز" کلي کې رامنځته شوې، چې وروسته د کلي اوسيدونکو له وسله والو طالبانو سره نښته وکړه.

ويل کيږي چې وسله وال طالبان په خپلسري ډول د کاريز کلي د اوسېدونکو کورونو ته ننوتلي دي.

سرچينې زياته کړه، چې د "کارز" کلي د اوسېدونکو پر کورونو د وسله والو طالبانو بريد له امله شخړه رامنځته شوه او د ډزو په پايله کې يو شمېر اوسېدونکي ټپيان شول.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173717

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173717/

جمهور
  https://www.jomhornews.com