د امریکا کانګرس بهرنیو مرستو ته د طالبانو د لاسرسي د بندولو لایحه تصویب کړه

6 سرطان 1403 ساعت 14:44

د امریکا د استازو مجلس هغه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې د افغانستان خلکو ته نړیوالو مرستو ته د طالبانو لاس رسی بندیږي.


د امریکا د استازو مجلس هغه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې د افغانستان خلکو ته نړیوالو مرستو ته د طالبانو لاس رسی بندیږي.

د امریکا د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مرستیال تیموتی بروچیت وویل چې دغه لایحه د استازو د جرګې د اکثریت غړو له خوا تصویب شوه.

په دې اړه ښاغلي بروچیت په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د امریکا له مالیه ورکوونکو څخه یو ډالر هم باید «ترهګرو» ته ونه رسیږي.

هغه تر دې مخکې له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي وو، "هر هغه پیسې چې طالبانو ته ځي، ډېر د خندا وړ دي. موږ ۳۵ تریلیون ډالره پور لرو او اړتیا نه لرو چې د خپلو دښمنانو تمویل وکړو."

دا په داسې حال کې ده، چې د سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر د وروستي راپور پر بنسټ، د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د امریکا حکومت د افغانستان خلکو ته ۲.۸ میلیارده ډالر ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د درایم، ارګو او یرغمل سیمو اوسېدونکو له همدې امله له وسله والو طالبانو سره نښتې کړې دي.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 173716

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173716/

جمهور
  https://www.jomhornews.com