د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، په غونډو کې د ښځو له حضور پرته د افغانستان ستونزې نه شي حل کېدای.
مېرمن امیري د ډیپلوماسۍ په برخه کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ټینګار وکړ چې "په افغانستان کې د سولې، امنیت او ثبات د ننګونو لپاره د دې هېواد د راتلونکي په اړه په بحثونو کې د ښځو له شتون پرته د حل لاره نشته."
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه څو ورځې وروسته د ملګرو ملتونو په کوربه توب د یادو هېوادونو د ځانګړي استازي او د طالبانو د استازو په ګډون جوړه شي.
ویل شوي چې د دوحې له غونډې مخکې او وروسته پلان لري چې له ښځینه فعالانو او د افغانستان د مدني ټولنې له ډلو سره سلا مشورې وکړي، خو دوی به په هغو غونډو کې ګډون ونه کړي چې طالب چارواکي پکې حضور ولري.
د دوحې په غونډه کې د ملګرو ملتونو دغه کړنه د بشري حقونو د مدافعینو له خوا په پراخه کچه انتقاد شوې ده.
جمهورخبري آژانس