په خوست ولايت کې ځايي سرچينې وايي، چې وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې د کرکټ د ملي لوبډلې د بريا د نمانځنې غونډه د اوبو په شيندلو سره ونړوله.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، وسله والو طالبانو پرون د چنګاښ ۵ مه د خوست ښار په مرکز کې د وردۍ چوک په سيمه کې د خوست ښاريانو د راټولېدو مخه ونيوله.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۴ کال د کرکټ نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه.
دا لومړی ځل دی چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کوي.
پرون سهار د کرکټ د ملي لوبډلې له بریا وروسته په جلال اباد، خوست، پکتیا، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې زرګونه ځوانان او مینه وال سړکونو ته راووتل او د خوښۍ د څرګندولو لپاره یې نڅاګانې وکړې.
خو؛ طالبانو پرته له کومې اعلانې د خلکو خوشالي حرامه کړې ده.
جمهورخبري آژانس