طالبان په دایکندي کې له خلکو سره د ویشل شویو مرستو څخه پیسې اخلي

6 سرطان 1403 ساعت 9:58

په دايکنډي کې باخبره سرچينې وايي چې طالبان په دغه ولايت کې له خلکو سره له وېشل شويو مرستو څخه پيسې اخلي.


په دايکنډي کې باخبره سرچينې وايي چې طالبان په دغه ولايت کې له خلکو سره له وېشل شويو مرستو څخه پيسې اخلي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو د دايکنډي په ځانګړي ډول د اشترلي ولسوالۍ له اوسېدونکو سره ژمنه کړې، چې د ياد بنسټ له لوري پر خلکو د وېشل شويو مرستو يوه برخه به دوى ته ورکوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو ځايي چارواکو ځايي اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې که په دایکندي کې د نړیوالو مرستندویه موسسو فعالیت ته اجازه ورنه کړي.

سرچينې په ځانګړي ډول د دايکنډي د اشترلي ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال مولوي عبدالاسلام مزمل يادونه وکړه او ويې ويل، چې تر اوسه يې له خلکو سره د وېشل شويو مرستو له ډلې څخه ٤٢٥ زره افغانۍ وتلي دي.

ویل شوي، چې طالب چارواکي دغه پیسې د دایکندي په پایتخت کې د سیمه ییزو شوراګانو له لارې ټولوي.

تر دې وړاندې سیګار یا له افغانستان سره د امریکا د مرستو ځانګړي مفتش هم راپور ورکړی و چې طالب ډلې د نړیوالو مرستو یوه برخه د دغه هېواد خلکو ته اړولې او جیبونه یې وړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 173695

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173695/

جمهور
  https://www.jomhornews.com