هرات کې يو سړى په ساتول خوا ټوټې ټوټې شو

6 سرطان 1403 ساعت 9:17

په هرات ولایت کې د خلکو سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې یو ځوان د ناپېژانده کسانو له خوا د ساتول په وسیله ټوټې ټوټې شوی دی.


په هرات ولایت کې د خلکو سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې یو ځوان د ناپېژانده کسانو له خوا د ساتول په وسیله ټوټې ټوټې شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د دوشنبې په ورځ د سرطان په څلورمه د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې دغه سړى له هرات ښار څخه د شينډنډ ولسوالۍ پر لور روان و، چې په لاره کې د نامعلومو کسانو له لوري له موټر څخه ښکته شو.

د دغې پېښې انګېزه او عاملین لا هم معلوم نه دي.

طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173692

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173692/

جمهور
  https://www.jomhornews.com