په هرات ولایت کې د خلکو سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې یو ځوان د ناپېژانده کسانو له خوا د ساتول په وسیله ټوټې ټوټې شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د دوشنبې په ورځ د سرطان په څلورمه د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې دغه سړى له هرات ښار څخه د شينډنډ ولسوالۍ پر لور روان و، چې په لاره کې د نامعلومو کسانو له لوري له موټر څخه ښکته شو.
د دغې پېښې انګېزه او عاملین لا هم معلوم نه دي.
طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس