د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه

 طالبانو هغه کسان نیولي چې په کندهار کې لمانځنه کوي

6 سرطان 1403 ساعت 8:59

په کندهار کې د طالبانو د امنیت امر مولوي شاه اغا په دغه ولایت کې د کرکټ د ملي لوبډلې د بریا د لمانځلو د مراسمو د نیولو امر کړی دی.


په کندهار کې د طالبانو د امنیت امر مولوي شاه اغا په دغه ولایت کې د کرکټ د ملي لوبډلې د بریا د لمانځلو د مراسمو د نیولو امر کړی دی.

د طالبانو دغه غړي د سې شنبې په ورځ د سرطان په پنځمه یوه ویډیو خپره کړه او د هغه تر قوماندې لاندې ټولو چارواکو ته یې امر وکړ چې هغه کسان ونیسي چې په نړیوال جام کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې بریا لمانځي.

دغه طالب مشر ټینګار کړی چې دغه موضوع به په کندهار کې د دغې ډلې له استخباراتو سره په همغږۍ پلي کړي.

نوموړي د دې خبرداري لامل نه دی اعلان کړی.

خو؛ پرون د بنګله دېش پر وړاندې د کرکټ د ملي لوبډلې له بریا او د ۲۰۲۴ کال د کرکټ نړیوال جام نیمه پایلوبې ته له رسېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي ډول ننګرهار او خوست کې زرګونه هېوادوالو سړکونو ته راووتل او ولمانځله.

د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره دې پړاو ته رسېدلې ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173690

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173690/

جمهور
  https://www.jomhornews.com