په بغلان ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ٩ تنه مړه او ټپيان شول.
په بغلان کې سيمه ييزو سرچينو تاييد کړې، چې دغه پېښه نن سه شنبه د سرطان په پنځمه نېټه د بغلان ولايت د "خوست او فرنګ" ولسواليو په اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
په دې پيښه کې يو "فيلډر" ډوله موټر چې له خوست او فرنګ ولسوالۍ څخه د پلخمري ښار په لور روان و، له سړک څخه واوښت او چپه شو.
د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.