د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د طالبانو پلاوی به په دوحه کې په دریمه ناسته کې ګډون وکړي.
د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن چهارشنبې (د سرطان ۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې د ګډون په موخه د همغږۍ غونډه د مولوي امیرخان متقی په مشرۍ جوړه شوه.
امیرخان متقی په دغه غونډه کې و ویل: د دغې ډلې د مشر د حکم له مخې به د طالبانو د ویندوی ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د اسلامی امارت پلاوی په دوحه کې په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.
بلخي لیکلي، چې د غونډې ګډونوالو په دوحه کې په راتلونکې ناسته کې د دې ډلې د پلاوي له غړو سره د افغانستان پر مالي او بانکي سیستم د بندیزونو، د خصوصي سکټور د ودې، د نشه يي توکو سره د مبارزې پر وړاندې د ننګونو او د دې ادارې د کړنو په اړه خبرې وکړې.
جمهورخبري آژانس