کرکټ: افغانستان په لومړي ځل د نړیوال جام سیمي فاینل ته لار ومونده

5 سرطان 1403 ساعت 8:48

د ۲۰۲۴ کال د کرکټ ۲۰ اوریزه جام سیالیو کې بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره افغانستان په لومړي ځل د نړیوال جام سیمي فاینل ته ووت او تاریخي بریا یې خپله کړه.


د ۲۰۲۴ کال د کرکټ ۲۰ اوریزه جام سیالیو کې بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره افغانستان په لومړي ځل د نړیوال جام سیمي فاینل ته ووت او تاریخي بریا یې خپله کړه.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبه چې نن سه شنبې د چنګاښ ۵ مه ویسټ اڼډیز کې سهار پنځه بجې پیل شوه لومړی افغان لوبډلې توپ وهنه وکړه.
 
افغان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۵ منډې وکړې او بنګله دېش لوبډلې ته یې ۱۱۶ منډو هدف وټاکه.
 
په توپ وهنه کې رحمن الله کربز ۴۳ او راشد هغه ښې منډې وکړې.
 
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې داسې ښکارېده چې بنګالۍ لوبډله به لوبه وګټي خو د افغان توپ اچوونکو ښکلې توپ اچونې د هغوی مخه ونیوله.
 
افغان توپ اچوونکو وکولی شول، چې د لوبې په ۱۹ اور کې د بنلګه دېش ټول لوبغاړي په ۱۰۵ منډو وسوځوي او دغه لوبه د ۹ منډو په توپیر ترې وګټي.
 
بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره افغانستان د همدې نړیوال جام سیمي فاینل ته لار ومونده او دا په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې افغانستان په دومره کم وخت کې د نړیوال جام سیمي فاینل ته لار مومي.
 
افغانستان به په سیمي فاینل کې له سویلي افریقا سره لوبه کوي، او که یې له هغې وګټله فاینل ته به لار ومومي.
 
جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173662

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173662/

جمهور
  https://www.jomhornews.com