۰

افریقایان په افغانستان کې یو معیاري روغتون جوړوي

دوشنبه ۴ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۵۷
د سویلي افریقا یو شمېر پانګوالو د طالبانو له اقتصادي مرستیال سره کتلي او ویلي یې دي چې هڅه کوي د روغتیا له وزارت سره په همغږۍ په افغانستان کې یو معیاري روغتون جوړ کړي.
افریقایان په افغانستان کې یو معیاري روغتون جوړوي
د سویلي افریقا یو شمېر پانګوالو د طالبانو له اقتصادي مرستیال سره کتلي او ویلي یې دي چې هڅه کوي د روغتیا له وزارت سره په همغږۍ په افغانستان کې یو معیاري روغتون جوړ کړي.

د ملا عبدالغني برادر مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ملا عبدالغني برادر په کابل کې د جنوبي افریقا د روغتیا په برخه کې له یو شمېر پانګوالو، پوهانو او کارپوهانو سره کتلي دي.

د سویلي افریقا پانګوالو د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې دوی کولی شي د پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته کانونه استخراج او پروسس کړي.

دوی وویل، دوی غواړي د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ یو معیاري او مجهز روغتون جوړ کړي، څو په افغانستان کې له روغتیايي سکتور څخه ملاتړ وکړي او افغانانو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

ملا عبدالغني برادر وويل، چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه چاپېريال شته او کورني او بهرني پانګه وال کولاى شي له دې فرصت څخه ګټه واخلي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي