۰

ټاکل شوې سبا د طالبانو مخالفین څلورمه غونډه په ویانا کې جوړه شي

یکشنبه ۳ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۴۹
د طالبانو مخالفو حرکتونو تایید کړې، چې د دوی څلورمه غونډه به سبا دوشنبه د سرطان په څلورمه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې جوړه شي.
ټاکل شوې سبا د طالبانو مخالفین څلورمه غونډه په ویانا کې جوړه شي
د طالبانو مخالفو حرکتونو تایید کړې، چې د دوی څلورمه غونډه به سبا دوشنبه د سرطان په څلورمه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې جوړه شي.

له دغو جریانونو سره آشنا سرچینې زیاته کړې، چې سبا به د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د ۶ سیاسي ګوندونو، پوځي خوځښتونو او ۲۲ مدني او بشري حقونو فعالانو په ګډون غونډه جوړه شي.

په دې غونډه کې به د ملي مقاومت شورا، د افغانستان د ازادۍ جبهې، ملي مقاومت جبهې، د اسلامي حرکت ګوند، اسلامي جمعیت ګوند او د اسلامي یووالي ګوند استازي د افغانستان د راتلونکي په اړه د یوې مشخصې اجنډا له مخې رایه ورکړي.

د افغانستان سیاسي لیدلوری، بشري حقونه، تروریزم، اقتصاد او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې د دې غونډې په اجنډا کې شاملې دي.

دا غونډه به په اتریش کې درې ورځې دوام وکړي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په ويانا کې د دې غونډې درې دورې ترسره شوې دي.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان په اړه په دوحه کې درېیمه غونډه په راتلونکو څو ورځو کې کېږي.

طالبانو هم اعلان کړی چې د دوحې په درېیمه ناسته کې به ګډون کوي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي