۰

د کرکټ نړیوال جام، د افغانستان تاریخي بریا اسټرالیا یې په ۲۱ منډو ماته کړه

یکشنبه ۳ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۴۱
د کرکټ ۲۰۲۴ شل اوریزه نړیوال جام په سیالیو کې افغان کرکټ ملي لوبډلې د اته غوره لوبډلو په پړاو کې اسټرالیا ته د ۲۱ منډو په توپیر تاریخي ماته ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د کرکټ نړیوال جام، د افغانستان تاریخي بریا اسټرالیا یې په ۲۱ منډو ماته کړه
د کرکټ ۲۰۲۴ شل اوریزه نړیوال جام په سیالیو کې افغان کرکټ ملي لوبډلې د اته غوره لوبډلو په پړاو کې اسټرالیا ته د ۲۱ منډو په توپیر تاریخي ماته ورکړه او بریا یې خپله کړه.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه چې نن یکشنبې د چنګاښ ۳ مه ویسټ اڼډیز کې د سهار په پنځو بجو پیل شوه، د لوبې پچه اسټرالیا لوبډلې وګټله او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
افغان ملي لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۸ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۱۴۹ منډو هدف وټاکه.
 
رحمن الله ګربز ۶۰ او ابراهیم ځدراڼ په کې ۵۴ منډې وکړې.
 
د لوبې په دویمه پاڼې کې افغان لوبډلې ښه توپ اچونه وکړه او اسټرالیا په ۲۰ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۷ منډې وکړې او دغه لوبه یې افغان لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر وبایلله.
 
په توپ اچونه کې ګلبدین نایب تر ټولو ښه توپ اچونه وکړه چې په ۴ اورونو کې یې ۲۰ منډې ورکړې او څلور لوبغاړي یې وسوځول.

نایب د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

دغه راز نوین الحق هم ښه توپ اچونه وکړه، چې په ۴ اورونو کې یې ۲۰ منډې ورکړې او ۳ ویکټې یې واخیستې.

دا بری په روان نړیوال جام کې د افغانستان لپاره یو تاریخ بری و ځکه تر دې وړاندې یې اسټرالیا ته ماته نه وه ورکړې.

افغانستان په اته غوره لوبډلو کې خپله لومړۍ لوبه هند ته وبایلله او درېیمه لوبه یې له بنګلدېش سره ده.

که بنګله دېش ته ماته ورکړي نو سیمي فاینل ته د افغانستان د وتلو چانس ډېرېږي.

د یادونې ده، چې د افغانستان او بنګله دېش لوبه به د راتلونکې سه شنبې په ورځ تر سره شي.
 
جمهورخبري آژانس
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي