ښځینه فعالانو د دوحې د غونډې د بایکاټ غوښتنه وکړه

2 سرطان 1403 ساعت 15:29

یو شمېر ښځینه فعالانې چې د « ارغواني شنبه» تر سرلیک لاندې د طالبانو ضد دي، په دوحه کې د دریمې غونډې د بایکاټ غوښتنه کړې ده.


یو شمېر ښځینه فعالانې چې د « ارغواني شنبه» تر سرلیک لاندې د طالبانو ضد دي، په دوحه کې د دریمې غونډې د بایکاټ غوښتنه کړې ده.

دغو فعالانو په یوه بند ځای کې د خپلې احتجاجي غونډې د ویډیو په خپرولو سره له ټولو فعالانو او د هېواد له فرهنګي، ټولنیزو، هنري او ورزشي شخصیتونو وغوښتل چې د اعتراضي غونډو په جوړولو سره دې د دوحې له دریمې غونډې بایکاټ وکړي.

دغه غورځنګ زیاته کړه چې ملګرو ملتونو د طالبانو د شرطونو په منلو او د دوحې له دریمې ناستې څخه د ښځو او افغان مدني ټولنې د غړو په ایستلو سره د بشري حقونو له ارزښتونو سرغړونه کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې د دوحې غونډه به څو ورځې وروسته د ملګرو ملتونو په کوربه توب د يادو هېوادونو د ځانګړيو استازو او د طالبانو د استازو په ګډون جوړه شي.

ویل شوي چې پلان لري د دوحې له غونډې مخکې او وروسته له افغان مدني ټولنو سره سلا مشورې وکړي، خو دوی به په هغو غونډو کې ګډون ونه کړي چې طالب چارواکي پکې حضور ولري.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173557

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173557/

جمهور
  https://www.jomhornews.com